Banner

یوه ملګري ته چې ترې مرور وم \ مجيد قرار

12.02.2011 19:45

زه چې تا ته ملامت شم ته پر حق یې
زه چې تا ته شم پر حقه، نو ته پړ شې
بس د شنه ژمي اسمان یې بې باوره
کله شین شې، کله تور شې کله خړ شې

کله عقل شې، چې مونږ درباندې بر یو
کله زړه غوندې، چې ته راباندې زور شې
زه که اور شمه لمبه شمه هم ته به
په نرمۍ لکه اوبه را باندې زور شې

ستا په څنګ کې یو لښکر د رڼو اوښکو
زه انسان څه چې یزدان هم ورته مات دی
همدغسې چې ستا اوښکي دي راماتې
همدغسې زما ایمان هم ورته مات دی

ما به وبښې، زما خفګان له ځانه
داسې کېږي چې خفه وي ځان له ځانه؟
ته چې خپله پخلا کېږي، ته خو ښه یې
خوشبويي خو ورکوي ریحان له ځانه

ستا غرور خو د ګلاب سړي غرور دی
څه د کاڼي د اغزي غرور خو نه دی
ستا په اوښکو به تالان ولې ګډېږي
څه میراث نه یې، خدای مکړه، چور خو نه دی

موږ خو واړه ماشومان یو، ماشومان خو
چې خفه شي بیا خوشال شي بیا خفه شي
که له خپل ملګري څوک نه خفه کېږي
نو ته ووایه آخر له چا خفه شي

اوس ته ووایه که تل سره خوشال یو
خوشالي به څومره څومره تکراري شي
بې پایانه آرامي ګوره پخپله
د انسان لپاره لویه بیماري شي

هر څه هرڅه په اضدادو پېژانده شي
وچ تعریف هله پیدا کړي چې لانده شي
توره لیکه شي پر سپین کاغذ څرګنده
سپک هم هله سپک ثابت شي چې درانده

چې خفه نه وي، نو څنګه به پخلا شي
خفه توب خو بهانه د پخلاتوب ده
بس چې دې د یار شونډې وې بړوسې
بس همدغه نښانه د پخلاتوب ده

حبیب زی 13.02.2011 08:35

څومره په زړه پوری ،ساده او سپیڅلی سپیناوی!

دعا کوو چی دواړه میین بیرته پخلا شۍ.

قلم او ځوانی دی تانده!

کلوله پښته کابل

ځلاند 13.02.2011 08:26

قرار اشنا ډير ښکلی نظم دی په ټوکو ټوکو کې دې دخپل نظم په لمن کې ډیرې دکار خبرې هم کړي دي
انځورونه هم لري خيال هم لري او جذبه هم زما په خيال ديو ښه شعر له پاره به دا څو عناصرډیر مهم وي او دلته زه داټول په دې نظم کې ګورم خو يو شی په کې راته کم ښکاري چې عنوان دې نه دی ورکړي زما په خيال نظم کې عنوان هم ضروري دی اوهم مهم
(يو ملګري ته چې ترې مرور وم) دا يوه تشریح ده دنظم په اړه که يو ښکلی عنوان ورته پېدا کړې نو خوند به يې يو په دوه شي
نور ډیر ښکلی نظم دی
خوشاله وسې
ځلاند

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.